توماس نېکلاسن: د اوسني بحران د حل لپاره دې افغانان خپل‌منځي خبرې پيل کړي

له طالب چارواکو سره د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي توماس نېکلاسن ليدنه

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نېکلاسن د افغانانو ترمنځ د معنا لرونکو خبرو د پیل غوښتنه کوي.

هغه نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، افغانان باید په افغانستان کې دننه مخامخ سره کېني او د وخت په تېرېدو له یوه او بله سره تعامل وکړي.

نوموړي وويل: "زما تجربه دا ده چې د معنا لرونکو خبرو لپاره تاسې دې ته اړتیا لرئ چې یو او بل ته مخامخ سره خبرې وکړئ او د وخت په تېرېدو یوه او بل سره تعامل وکړئ. دا ډېر، ډېر ساده کار دی چې یو مشخص ځای کې وشي. زه فکر کوم دا واضحه ده چې څوک باید د مېز یو لوري ته کېني او دا البته حاکم چارواکي دي، خو دا ډېره ستونزمنه ده چې پرېکړه وکړو څوک باید د مېز بل لور ته د افغانانو استازولي وکړي. په حقیقت کې دا جبري نه‌ده چې یوازې د مېز دواړو لوریو ته فکر وکړو. فکر کوم کېدونکې ده چې یو ګردی میز جوړ کړو، چېرته چې به بېلابېل لوري او بېلابېل سیاسي نظریات موجود وي."

تاسې دې ته اړتیا لرئ چې یو او بل ته مخامخ سره خبرې وکړئ

د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی زیاتوي، له دې خبرو اترو باید له افغانستان د باندې افغانان له پامه و نه غورځول شي.

له طالبانو مو په د دې غوښتنې په اړه وپوښتل، خو ویاندویانو یې ځواب را نه‌کړ.

توماس نېکلاسن پرون د طالبانو د رئیس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره کتنه کې هم د ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې وه او د طالبانو له‌خوا یې د واک په انحصار د نیوکې ترڅنګ ویلي و، د افغانستان مخکنی حکومت همدې انحصار ونړاوه.

له طالب چارواکو سره د توماس نېکلاسن ليدنه

په دې کتنه مولوي عبدالکبیر ویلي و، طالبان د همه‌شموله حکومت جوړېدو ته ژمن دي، خو تر اوسه طالبانو په ځلونو ژمنو سره سره، په دې برخه کې عملي ګام نه‌دي پورته کړی دی.

له طالبانو د نړیوالې ټولنې یو له مهمو غوښتنو همدا ده چې، ټول‌ګډونه حکومت جوړ کړي او په واک د افغانستان د ټولو قومونو، مذهبونو، عقایدو او افکارو خلکو ته ځای ورکړي، خو سره له دې چې طالبانو ټولې لوړې چوکۍ او تر خوا یې په ټېته کچه په اکثریت دولتي ادارو کې د خپلې ډلې غړي ګمارلي، دعوه کوي چې اوسنی حکومت یې همه‌شموله دی.

په دې اړه نور: توماس نېکلاسن طالب مشرانو ته: د نجونو ښوونځي پرانيزئ او ټول‌شموله حکومت جوړ کړئ

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولني ځانګړي استازي په خپل ننني خبري کنفرانس کې دا هم وویل چې له طالب چارواکو سره یې کتنه کې له دوی غوښتي چې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي او ترڅنګ یې د هغوی ټولو بشري حقونو ته درناوی وکړي.

خو په خبره یې، په نوي ښوونیز او تحصیلي کال کې یې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د پیل په اړه هیڅ ژمنه نه‌ده اورېدلې.

۵۳۱ ورځې وشوې چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي د یوې طرحې د جوړېدو په پلمه بند کړي، خو تر ننه یې دا طرحه نه‌ده جوړه شوې.

ترڅنګ یې د تېر کال ډسمبر میاشت کې د نجونو پوهنتونونه تر امر ثاني وتړل، خو لا یې د پرانستو لپاره هیڅ ډول ګام نه تر سترګو کېږي.