اوکراين کې د روسيې بريدونو له امله د وژل شويو کسان شمېر ۱۱ ته رسېدلی

اوکرايني سرتېري

د اوکراین په زاپوروژیا کې د روسیې د توغندیزو بریدونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر یوولسو ته لوړ شوی دی.

د اوکراین د بېړنیو خدماتو ادارې نن ویلي چې، په وژل شویو کې یو ماشوم هم شامل دی.

برید د پنجشنبې په ورځ په یوې پنځه پوړیزې ودانۍ شوی و.

ودانۍ نړېدلې او ژغورونکو لږ تر لږه ۹۰ کسان ژوندي را ایستلي دي.

زاپوروژيا د روسيې ځواکونو له‌خوا محاصره ده او وخت ناوخته په ملکي اهدافو توغندیز بریدونه ترسره کېږي.