ایران کې نن هم د نجونو پر لسګونه ښوونځیو د ګازو د کارونې بریدونه شوي

ايران کې ښځينه زده‌کوونکې

په تېرو ورځو کې سلګونه نجونې د دغو ګازي حملو له امله په بد وضعیت کې روغتونو ته وړل شوي او لږ تر لږه یوې نجلۍ پرون ساه ورکړې ده.

د یکشنبې په ورځ د تهران، مشهد، زنجان، اصفهان، فولادشهر، ابهر، تبریز، ګیلانغرب، خلخال او اهواز د ښارونو په ښځینه ښوونځیو بریدونه شوي.

پرون په تهران کې د مسمومو شویو نجونو زده‌کوونکو ګڼو میندو او پلرونو د حکومت ضد مظاهره وکړه او په خپلو شعارونو کې یې د ایران د حکومت او په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د نجونو په وړاندې محدودیتونه وغندل.

ایراني چارواکو ویلي د نجونو د مسمومولو د پېښو د عاملینو د لټون هڅه کوي خو مظاهره‌چیان، حکومت په دې کار کې ښکېل بولي او وايي له دې لارې غواړي له نجونو څخه غچ واخلي.

د ایران په لسګونو ښارونو کې له تېر سپټمبر د نجونو او ښځو په ملاتړ پراخې مظاهرې روانې دي.