نن په کابل کې د ایران یو لوی سوداګریز مرکز پرانیستل شو

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کابل ولايت موقعيت

د راپورونو له‌مخې د ایران دا سوداګریز مرکز د کابل د پروان دو په سیمه کې په یوې یوولس پوړیزې ودانۍ کې تاسیس شوی.

د ایران د سوداګرۍ د پراختیا د ادارې مسوول محمد صادق قنازاده رسنیو ته ویلي چې، وار دمخه تر څلوېښتو ایراني شرکتونو په دې مرکز کې د فعالیت لېوالتیا ښودلې.

تمه ده په دې مرکز کې د ایراني توکو لسګونه مغازې او شرکتونه کار پیل کړي.

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ وزارت له ایران او روسیې سره د سوداګرۍ د زیاتولو لپاره چمتووالی ښودلی.

ایران څو ورځې مخکې په تهران کې د افغانستان سفارت د طالبانو حکومت ته وسپاره او له طالبانو سره نږدې اړیکې پالي.