د ايټاليا صدراعظمې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې د ساحلي ګارډ له اقداماتو دفاع کړې

د ايټاليا صدراعظمې جورجيا ميلوني

د ايټاليا صدراعظمې جورجيا ميلوني، د دغه هېواد په جنوبي سواحلو کي د يوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې د ایټالیا د ساحلي ګارډ او پولیسو له اقداماتو دفاع کړې ده.

د کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې لسګونه کسان مړه شوي چې اکثر یې افغانان دي.

په ایټالیايي چارواکو نیوکې شوي چې د کښتۍ د ډوبېدو د مخنیوي یا د ژغورنې په برخه کې یې چټک عمل نه‌دی کړی.

خو د ایټالیا صدراعظمې اغلې میلوني پرون وویل، د اروپا د سرحداتو ادارې یا فرونټیکس د بېړني حالت له امله ایټالیايي چارواکو سره اړیکه نه وه نیولې.

د DPA خبري اژانس د راپور له‌مخې، فرونټکس د فبرورۍ د ٢٥مې په ماښام له يوې الوتکې څخه د لرګيو يوه کښتۍ په نښه کړه او روم ته يې د هغې د موقعيت په اړه خبر ورکړ.

خو مېرمن میلوني ویلي چې، دوی ته د بېړۍ د ډوبېدو له خطره خبر نه و رسېدلی.

په ايټاليا کې د افغانستان سفارت ويلي، د ايټاليا په سواحلو کې د بېړۍ له ډوبېدو وروسته تر اوسه د ٣٢ افغانانو مړي موندل شوي دي.

ګڼ افغانان ټپيان هم دي چې اوس تر درملنې لاندې دي.