د کراچۍ له مرکزي زندانه ۱۳۷ افغانان خوشې شوي

د کراچۍ په مرکزي زندان کې يو شمېر بندي افغانان، ارشيف

په کراچۍ کې د افغانستان قونسولګرۍ ویلي چې، د ښځو او ماشومانو په شمول دا افغانان به د چمن له لارې افغانستان ته انتقال شي.

تېره اوونۍ هم ۱۷۰ تنه افغانان د کراچۍ له زندانونو خوشې شوي وو او بېرته افغانستان ته انتقال شوي.

په کراچۍ کې د بندي افغانانو د یوې مدافع وکیلې منیزه کاکړ د معلوماتو له‌مخې لا هم شپږ سوه افغانان د کراچۍ په زندانونو کې بندیان دي.

د راپورونو له‌مخې تر دې دمه لږ تر لږه څلور افغانان د کراچۍ په زندان کې مړه شوي.

اکثر دا کسان ناروغان وو چې د ناسمې پاملرنې او په وخت درملنې ته د نه لاس‌رسي په خاطر یې ساه ورکړې.