طالبانو 'اسماعیل مشعل' او 'اسماعیل رحماني' له بنده خوشې کړي

اسماعیل مشعل په کابل کې په یوه لاس ګاډي کې کتابونه ګرځول او په وړیا توګه یې خلکو ته ډالۍ کول.

طالبانو د پوهنتون دوه استادان اسماعیل مشعل او اسماعیل رحماني په ضمانت له بنده خوشې کړي دي.

اسماعیل مشعل په کابل کې په یوه لاس ګاډي کې کتابونه ګرځول او په وړیا توګه یې خلکو ته ډالۍ کول.

ده په دې ډول د نجونو د زده کړو د مخنیوي پر ضد خپل اعتراض څرګنداوه.

دی یوه میاشت مخکې د طالبانو امنیتي ساتونکو نیولی و.

اسماعیل رحماني بیا طالبانو نږدې دوې اونۍ مخکې نیولی و.

په ده دا تور پورې شوی و چې د طالبانو پرضد په خواله رسنیو کې لیکنې کوي.