د بدخشان د سرو زرو یوه کان کې دوه کسان مړه شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د بدخشان ولایت موقعیت

د بدخشان په یاوان ولسوالي کې د سرو زرو په کان کې د کار پرمهال دوه تنه مړه شوي او یو تن ټپي شوی دی.

د بدخشان د اطلاعات او فرهنګ رییس معزالدین احمدي وایي، د قطار بید په کلي کې د جمعې په سهار د طلا د کان د یوې برخې د نړېدو له امله دوه کارګر ووژل شول او یو ټپي شو.

د وژل شویو کارګرانو مړي وروسته له څلور ساعتونو د خاورو له لاندې راوایستل شول.