امریکا له اوکراین سره د ۴۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پوځي مرستې اعلان کړې

اوکرایني ځواکونه د جګړۍ لومړۍ کرښه کې

د امریکا متحد ایالتونو له اوکراین سره د څلور سوه میلیونه ډالرو په ارزښت پوځي مرستې اعلان کړې.

د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن پرون وویل چې دا پیسې به د ولسمشر په صلاحیت چمتو شي چې د کانګرس تصویب ته اړتیا نه لري.

د هغه په وینا، په دې مرستو کې مهمات او پوځي او زرهي وسایط شامل دي.

د امریکا د دفاع وزارت د شمېرو له مخې د اوکراین د جګړې له پيله چې تېرکال د فبروري په وروستیو کې شروع شوه، تر اوسه واشنګتن له اوکراین سره تر څلورویشت میلیارده ډالرو ډېره مرسته کړې ده.