اقتصادي بحران؛ پاکستان له چین څخه د ۱.۳ میلیارد ډالرو نوی پور ترلاسه کوي

ارشیف: د ډالرو او پاکستانۍ روپۍ انځور

پاکستان له چین څخه د یو اعشاریه درې میلیارده ډالرو نوی قرض ترلاسه کوي.

د پاکستان مالي وزیر وویل چې په راتلونکو درېیو میاشتو کې باید پاکستان پنځه میلیارده ډالر پور واخلي چې د سږکال اقتصادي بحران مخه ونیسي.

د پاکستان مالې وزیر اسحاق ډار پرون وویل، د نغدو پیسو له کمښت سره مخامخ پاکستان به په راتلونکو ورځو کې د چین له صنعتي او سوداګریز بانک څخه یو اعشاره درې میلیارده ډالر پور ترلاسه کړي چې دا به د بهرنیو اسعارو په زېرمه کولو کې مرسته وکړي.

ډار زیاته کړه چې دا پیسې به په درېیو مرحلو کې پاکستان ته ورسېږي.

پاکستان په وروستیو کې له چین څخه د اووه سوه میلیونه ډالرو پور هم اخیستی دی.

د پاکستان مالیې وزیر دا هم وویل چې پاکستان د چین مخکنیو پورونو ته همدومره پیسې سود ورکړی دی چې اوس یې له دغه هېواده بېرته په پور ترلاسه کوي.

د اقتصادي چارو کارپوه اذرخش حافظي ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستان د بهرنیو ځینو پورونو سود تر پخوا زیات شوی دی چې له دې امله د دې هېواد اقتصاد ځپل شوی دی.

د اقتصادي چارو کارپوه اذرخش حافظي

هغه وویل: "د پاکستان پر اقتصاد لوی بار د پورونو پرې کول دي او په ورته وخت کې ټکټانه یا انټرسټ ریټ دی چې اوس جګ شوی دی. پخوا دا سود تر یو فیصد کم و اوس ځینې سودونه تر پنځه اعشاریه نهه فیصدو رسېدلې دي، دا چې د پاکستان ستراتیژیکې زېرمې هم ښکته شوې علت یې دا و چې عاجل پرداختونه لرل چې باید خپل پورونه یې پرې کړي وای."

پاکستان چې اسعاري زېرمې یې شاوخوا درې میلیارده ډالر پاتې دي تقریباً یوسل او دېرش میلیارده ډالر پوروړی دی.

د پاکستان د مالي وزیر اسحاق ډار په باور تر مالي کال پورې چې په جون کې پای ته رسېږي پاکستان لږ تر لږه پنځه میلیارده ډالرو پورونو ته ضرورت لري.

اسلام اباد هیله من ده چې روانه اونۍ به د پیسو نړیوال صندوق یا ای ایم ایف هم پاکستان ته پور ورکړي.

پاکستان د پیسو له نړیوال صندوق سره په ۲۰۱۹ کال کې د نږدې شپږ نیم میلیاردو ډالرو پور موافقه کړې وه، خو ای ایم ایف د پاکستان د مالیاتو له سیستمه راضي نه و او ویلي یې و چې تر یو میلیارد ډالرو ډیر پور په یو ځل پاکستان ته نه شي ورکولای.

اوس پاکستان غواړي چې له ای ایم ایف څخه یو اعشاریه درې میلیارده ډالر قرض ترلاسه کړي، د ای ایم ایف له شرطونو څخه دا دي چې د برښنا بیه به زیاتوي او یو شمېر سبسایډۍ به ختموي.

ای ایم ایف ځینې نور شرایط هم لري چې پاکستان وایي، ډېر سخت شرطونه دي خو له پنځو شرطونو څخه یې څلور پوره کړي دي.