د واګنر ډله: اوکراين کې د بخموت ښار تر کلابندۍ لاندې دی

اوکراين کې د بخموت سيمه

د واګنر په نوم د روسي ملېشو ډله چې په اوکراین کې جنګېږي وايي، د دونېڅک سیمې اړوند بخموت ښار تر پوره کلابندۍ لاندې دی.

د واګنر مشر ایفګیني پریګوژین په یوه ویډیویي پیغام کې چې نن خپور شو ویلي چې، بخموت د روسي ځواکونو له‌خوا په بشپړ ډول کلابند شوی او اوکرایني ځواکونه له دې ښاره د وتو لپاره یوازې یوه لار لري.

هغه د اوکراین پر ولسمشر ولودمیر زلنسکي غږ وکړ چې خپل سرتېري له دې ښار څخه چې د ده ملېشې یې له څو میاشتو راهیسې د نیولو هڅه کوي وباسي.

په عین حال کې د اوکراین پوځ نن وویل چې، په بخموت ښار کې درنې جګړې روانې دي.

د اوکراین پوځ وايي چې ځواکونو یې په یو شمېر سیمو کې د روسي ځواکونو حملې په شا تمبولي دي.