کرېکټ؛ د دولسو ولایتونو ترمنځ لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ پیل شوې

د دولسو ولایتونو ترمنځ لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ

د افغانستان کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ څانګې له لوري د روان ۲۰۲۳ ز کال لومړۍ درجه(ګریډون) ولایتي سیالۍ پیل شوې.

دغه سیالۍ چې نن (جمعه) په خوست او ننګرهار کې پیل شوې ۱۲ غوره ولایتونه په‌کې برخه لري.

د کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ څانګې مسول نظیم جار عبدالرحیمزي ازادي راډیو ته وویل: "د دولسو غوره ولایتونو لوبډلې مو په دوه ګروپونوویشلي، یو ګروپ په خوست او بل ننګرهار کې سیالۍ کوي. ټولې به ۳۳ سیالۍ ترسره شي او پایلوبه یې د مارچ په شلمه نېټه ترسره کېږي."

د دې سیالیو په لومړۍ ورځ ننګرهار د کندز، کونړ د لوګر، لغمان د کندهار او ننګرهار ب د خوست پر وړاندې سیالۍ ترسره کوي.

د ویلو ده چې په لومړۍ درجه ولایتي سیالیو کې ننګرهار، ننګرهار ب، خوست، پکتیا، کندهار، لغمان، کونړ، کندز، لوګر، کابل، چیرمینایلیون او ای سي بي ایلیون لوبډلې برخه لري.