امريکا د ايران د تېلو پر يو شمېر شرکتونو بنديزونه لګولي

د ايران د تېلو شرکتونه، ارشيف

د امریکا متحده‌ایالتونو ویلي، د ایران د تېلو او پیټروشیمي په یو شمېر شرکتونو باندې يې بندیزونه لګولي.

دا پرېکړه د امریکا د بندیزونو د سرغړاوي په تور نيول شوې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په یوه بیان کې ویلي، بندیزونه په ۱۱ شرکتونو او د بېړۍ چلولو په ۲۰ اړوندو بنسټونو باندې لګېدلي چې له ایران څخه د تېلو د ایستلو اسانچاري کوي.

په همدې حال کې په ملګرو ملتونو کې د ایران استازولۍ سپینه ماڼۍ تورنه کړې چې، د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې د اعظمي فشار پالیسي چې دوی یې ناکامه بولي تکراروي.