د خوړو نړيوال پروګرام: هره ورځ له ۴۰موټرو زيات خوراکي مواد افغانستان ته لېږدول کېږي

د خوړو نړيوال سازمان موټرې، ارشيف

د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو اف پي وايي، د ورځې تر ۴۰ موټرو زیات خوراکي مواد له ازبکستان څخه افغانستان ته ځي.

د دغه پروګرام ویاند وحیدالله اماني تېره شبه په دې اړه ازادی راډیو ته وویل: "اوس د ورځې زر ټنه خوراکي مواد د ازبکستان د حکومت په ملاتړ له پولې افغانستان ته تېریږي، د ازبکستان په ترمذ ښار کې د نوي لوژیستیکي مرکز د ظرفیت لوړېدا به زموږ سره مرسته وکړي چې په ښه ډول په افغانستان کې له ۲۰ میلیونو وګړو سره چې اوس وږي دي، د خوراکي توکو مرسته وکړو."

ده زیاته کړه، د خوړو نړیوال پروګرام افغانستان ته د مرستو رسولو لپاره څه باندې یو میلیارد او ۵۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.