د امريکا او روسيې د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه کړې

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګی لاوروف او د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن، انځور - ارشيف

د امریکا د متحدو ایالتونو او روسیې جګپوړو ډیپلوماتانو له څه باندې یوه کاله وروسته په لومړي وار له یو بل سره لنډه کتنه وکړه.

د دواړو هېوادونو د باندنیو چارو وزیرانو انتوني بلېنکن او سرګی لاوروف پرون (پنجشنبې) په نوي ډیلي کې د شل ډلې د غونډې په څنډه کې له یو بل سره لس دقیقې خبرې وکړې.

د یو شمېر امریکايي چارواکو په قول، چې نومونه یې نه‌دي څرګند شوي، ویل شوي چې بلېنکن له لاوروف څخه وغوښتل چې مسکو دې د اتومي وسلو د کمولو په اړه د نیوسټارټ په نوم اتومي موافقې ته راستون شي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر همدا راز ویلي، واشنګټن تر هغو د اوکراین ملاتړ کوي چې ورته اړتیا وي څو دا هېواد د ځان دفاع وکړي.

پر اوکراین د روسیې د یرغل یو کال وځي.