يونېسف ايران کې د نجونو زده‌کوونکو د مسموميت د دوام په اړه خبرداری ورکړی

د ايران په يوه روغتون کې مسموم شوې نجونې، ارشيف

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یونېسف، په ایران کې د نجونو زده‌کوونکو د مسمومیت د دوام په اړه خبرداری ورکړی.

یونېسف نن په یوه ټوېټري بیان کې ویلي چې، د نجونو زده‌کوونکو دوامداره مسمومول به په ایران کې د تعلیم په تېره بیا د نجونو د زده‌کړو کچه ډېره اغېزمنه کړي.

په ایران کې له تېرو دریو میاشتو راهیسې، د لسګونو ښوونځیو نجونې زده‌کوونکې د ګازو یا اوبو له لارې مسمومې شوي.

چارواکو ویلي چې، د دغو پېښو د عواملو د پیدا کولو او څېړلو هڅو لا نتیجه نه‌ده ورکړې.

خو د رژیم منتقدان او خلک وایي، حکومت له دې لارې په ایران کې د نجونو په ملاتړ د پیل شویو مظاهرو غچ اخلي.

په ایران کې د ښځې، ژوند او ازادۍ په شعارونو پراخې مظاهرې د ۲۰۲۲ کال له سپټمبر راهیسې پيل شوي چې، په لړ کې یې څه باندې پنځه سوه مظاهره چیان د رژيم له‌خوا وژل شوي او زرګونه نور بندیان او ټپيان شوي.