د ماشومانو د ساتنې اداره: افغانستان کې مو زرګونه ماشومانو ته مرستې رسولي

يو شمېر افغان ماشومان، ارشيف

د ماشومانو د ساتنې/ Save the Children مؤسسې په خپل نوي راپور کې ویلي چې، د کارونو له بیا پیل راهیسې یې زرګونه ماشومانو ته بشري مرستې رسولې دي.

د دې مؤسسې د کارونو د پایلو راپور نن د ملګرو ملتونو خپرندويې، ریلیف ویب خپور کړی.

په راپور کې راغلي، د ماشومانو د ساتنې مؤسسې د جنوري له لسمې را هیسې وروسته له هغه خپل فعالیت بېرته پیل کړ چې، اړوندو چارواکو ډاډ ورکړ ښځینه کارکوونکې یې هم په مرستې رسولو او هم حمایوي برخو کې له ځنډ پرته کار ته تللی شي.

د ماشومانو د ساتنې ادارې ویلي، له یوې درې اوونیزې وقفې وروسته یې د ښوونې او روزنې، تغذیې او روغتیا په برخو کې تمرکز زیات کړی دی.

د ماشومانو د ساتنې ادارې په خپل دغه راپور کې ویلي چې، په افغانستان کې یې د ۲۰۲۱ کال له سپټمر راهیسې د بشري ناورین له پيل سره سم، څه باندې څلورو میلیونو اړمنو کسانو ته مرستې رسولي چې څه باندې نیمایي برخه یې ماشومان دي.