د پاسپورټ عمومي رياست: د پاسپورټونو د وېش بهير نن رسماً پيل شو

خلک د پاسپورټ ترلاسه کولو پر مهال، انځور - ارشيف

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د پاسپورټ عمومي رياست وايي، د پاسپورټونو د وېش بهير يې نن رسماً پيل کړ.

ياد رياست په يوه ټوېټ کې ويلي دي، د پاسپورټونو د وېش دا بهير يې د هغو کسانو لپاره پيل کړی، چې مخکې يې انلاين نوم‌ليکنه کړې وه.

د پاسپورټ رياست داسې مهال د پاسپورټونو د وېش بهير د پيل خبر ورکوي چې، له بېلابېلو ولايتونو يو شمېر خلکو ازادي راډيو ته په رالېږل شويو کتبي پيغامونو کې ويلي، د پاسپورټونو د وېش بهير له خنډ سره مخ دی.

ځينو کسانو ليکلي، د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله د پاسپورټ رياست وېب‌پاڼه نه پرانيستل کېږي او په يو شمېر ولايتونو کې د پاسپورټ د وېش بهير لا نه‌دی پيل شوی.

د پاسپورټ رياست څو ورځې وړاندې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د کب په لسمه به په ټول هېواد کې د پاسپورټونو د وېش بهير پيل شي.

اعلاميه کې د پاسپورټونو د وېش بهير ځنډېدل يو شمېر تخنيکي ستونزې ښودل شوې وې.