د طالبانو حکومت: د ايټاليا په سواحلو کې د ډوبې شوې کښتۍ له امله ۸۰ افغانان مړه شوي

د ايټاليا په سواحلو کې ډوبه شوې کښتۍ

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وايي، د ايټاليا په سواحلو کې د ډوبې شوې کښتۍ له امله چې ښځې او ماشومان هم په‌کې سپاره وو ۸۰ افغانان مړه شوي دي.

د ياد وزارت پر ټوېټر پاڼه ليکلي شوي دي، په مړو شويو کې افغانې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

طالبان په داسې حال کې د اتیا تنو افغانانو د مړه کېدو خبره کوي چې، د ایټالیا چارواکو ویلي تر اوسه یې د ډوبې شوې کښتۍ د لږ تر لږه ۶۵ تنو مړي يې موندلي دي.

چارواکو همدارنګه ویلي چې، شاوخوا اتیا تنه ژغورل شوي او په لسګونه تنه تر اوسه ورک دي.

ویل کېږي په دغه کښتۍ کې چې د ایټالیا په جنوب د مدیترانې په سمندرګي کې د شنبې په ورځ ناوخته ډوبه شوې، تقریبا تر دوو سوو پورې کسان سپاره و.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په بیان کې د افغانانو پر مړینې د خواشینۍ څرګندولو ترڅنګ له خلکو غوښتي چې بهرنيو هېوادونو ته په ناقانونه او قاچاقي لارو له تګ راتګ ډډه وکړي.

طالبانو همدارنګه د سره صليب پر نړيوالې کمېټې او مرسته کوونکو ادارو غږ کړی چې د ډوبې شوې کښتۍ له امله د ورکو شویو افغانانو د جسدونو په موندلو او هم افغانستان ته د موندل شویو هغو په لېږد کې مرسته وکړي.

د ایټالیا جنوبي سواحلو کې ډوبه شوې کښتۍ شاوخوا څلور ورځې وړاندې د ترکیې په لوېدیځ کې د ازمیر له بندره وتلې وه او د شنبې په ورځ ناوخته له ساحله ۷۴ کیلومتره لرې د اروپايي ټولنې د سرحدي ادارې اړوند یوې الوتکې له‌خوا وموندل شوه.