د بېلاروس ولسمشر نن چین ته په درې ورځني سفر ځي

د بېلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو

ټاکل شوې ده چې د بېلاروس مستبد واکمن او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین نږدې متحد او ملاتړی الکساندر لوکاشینکو نن چین ته په درې ورځني سفر ولاړ شي.

دا سفر په داسې وخت کې پیلېږي چې پر اوکراین د روسیې د برید له امله په سیمه کې سیاسي جغرافیایي کړکېچ په زیاتېدو دی.

د اسوشېټېډپرېس اژانس د راپور له مخې چین دې سفر ته د یوه فرصت په سترګه ګوري چې له بېلاروس سره خپل اړیکې پراخې کړي.

بل لور ته دا اندېښنې مخ په زیاتېدو دي چې پېکنګ پر دې غور کوي چې له روسیې سره پوځي مرستې وکړي، دا هغه خبره ده چې واشنګټن ویلي دي چې بدې پایلې به ولري.