ایراني چارواکي د طالبانو له خوا د یوه پوله ساتي افسر د وهلو پېښه تعقیبوي

د افغانستان او ایران ترمنځ د پولې یوه څنډه

ایراني چارواکو ویلي، د طالبانو له خوا د یوه پوله ساتي ایراني افسر د وهل ټکولو او نیولو پېښه په جدي توګه تعقیبوي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت مرستیال سیدمجید میر احمدي ویلي، که څه هم دا ایرانی پوله ساتی افسر بېرته خوشې شوی، خو د ده په خبره د طالبانو له خوا د یوه ایراني افسر د وهلو پېښه او له هغه سره بد چلند په هېڅ صورت د منلو نه دی.

هغه د ایران دولتي اژانس ایسنا ته ویلي چې ایراني پوله ساتو د قاچاقي موادو یوه لارۍ د تلاشۍ لپاره درولې، خو چلوونکي په داسې حال کې خپل موټر د افغانستان په لور وتښتاوه چې ایرانی افسر هم په کې وو.

که څه هم طالب چارواکو رسماً په دې اړه لا تبصره نه ده کړې، خو له نیمروز ولایته په خواله رسنیو د طالب ځواکونو له خوا د دغه ایراني پوله ساتي د وهلو او پوستې ته د هغه د بیولو ګڼې ویډیوګانې خپرې شوي.