ملګري ملتونه: په نړۍ کې له هرو درېیو څخه یوه ښځه تاوتریخوالي سره مخ کېږي

ارشیف: د بې وزله افغان مېرمنو یو انځور

د ملګرو ملتونو جینوا دفتر وايي، په نړۍ کې له هرو درېیو څخه یوه ښځه د فزیکي یا جنسي تاوتریخوالی سره مخ کېږي.

د ملګرو ملتونو په خبره اکثره دا تاوتریخوالی له ښځو سره د هغوی خاوند/ملګری کوي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې په کې ښځې له زیاتېدونکي تاوتریخوالي سره مخ دي.

د بخښنې نړیوال سازمان په یوه رپوټ کې ویلي د طالبانو په بیا واکمنېدو پکې ښځې له تعلیم او کاره منع شوي او معترضې ښځې له زنداني کولو رانیولې د بېلابېلو تاوتریخوالیو هدف ګرځېدلي.

ملګرو ملتونو سازمان ویلي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتریخوالی د بشري حقونو سرغړونه ده او پایلې یې د مرګ په ګډون ویجاړونکي وي.

د ملګرو ملتونو جینوا څانګه چې د بشري حقونو اړوند مساییل تعقیبوي غوښتنه کړې، چې راځئ د ښځو په وړاندې تاوتریخوالي ته نه ووایو!