د پاکستان په بلوچستان کې چاودنې څلور کسان وژلي

ارشیف

د پاکستان په بلوچستان کې یوې چاودنی لږ تر لږه څلور کسان وژلي او ۱۴ نور یې ژوبل کړي دي.

چاودنه نن سهار د بلوچستان د بارکهان سیمې په یوه مارکېټ کې رامنځته شوې ده.

چاودېدونکي مواد په یوه موټر سایکل کې ځای په ځای شوي وو.

د دې سیمې د روغتیايي چارو مسوول ډاکتر عبدالحکیم له پاکستاني رسنیو سره په خبرو کې خلکو ته د اوښتې مرګژوبلې تایید کړی.

د پولیسو مشر عبدالله خوسو ویلي، د پېښې په اړه پلټنې پیل شوي.

د برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف پېښه غندلې او د سمدستي پلټنو امر یې کړی دی.

بلوچستان کې شنبه هم د خضدار په سیمه کې چاودنې دوه پولیس وژلي وو.