د ایران حکومت افغانستان ته د تېلو د صادراتو جواز وغځاوه

ارشیف

د ایران حکومت افغانستان ته د تېلو د صادراتو جواز د دوو نورو میاشتو لپاره وغځاوه.

ایسنا دولتي اژانس راپور ورکړی چې له ایرانه افغانستان ته د تېلو د صادرولو جواز د افغان سوداګرو په غوښتنه او د تېلو په برخه کې د افغانانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ایران د تګلارو په خاطر تمدید شوی.

افغانستان لا هم له ایرانه ډېر تېل واردوي چې په کې ډیزل د پام وړ دي.

سره له دې چې ایران افغانستان ته د تېلو د صادرولو جواز د کب له لسمې د راتلونکي کال د وري تر ۷ تمدید کړی، خو د طالبانو حکومت څو واره هغه تیل بېرته مسترد کړي چې له ایرانه وارد شوي وو.

په تېرو دوو میاشتو کې طالب چارواکو دوه واره په نیمروز کې د ایران له تېلو ډک څه ۵۰ ټانکره بېرته ور واستول او ویل یې چې دا تېل بې کیفیته وو.