طالبان: د افغانستان د صادراتو کچه زیاته شوې

د طالبانو د ادعا له مخې د عوایده عمده برخه د ډبرو سکرو له اړخه ده.

د طالبانو د حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي، دمګړی د افغانستان صادرات یو میلیارد او شپږ سوه میلیون ډالرو ته رسېدلي او د کال تر پایه به نور هم زیات شي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، تر ټولو ډېر صادرات پاکستان، هند، ایران، چین او روسیې ته شوي او د ډبرو سکاره، جوار، مالوچ/پخته او ممیز یې عمده صادراتي توکي دي.

دا ادعا په داسې حال کې شوې چې د افغانستان اقتصاد د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته له جدي بحران سره مخ دی او د کانونو د غیرمسلکي استخراج او د ډبرو سکرو په بې توپیره صادراتو هم انتقادونه کېږي.