ایران د یوه لیرې واټن ویشتونکي کروز توغندي د جوړولو ادعا وکړه

د ایران د سپاه پاسداران د هوايي ځواک قوماندان امیرعلي حاجي زاده

ایران ادعا کړې چې د لیرې واټن ویشتونکي کروز توغندی یې جوړ کړی.

د ایران د سپاه پاسداران د هوايي ځواک قوماندان امیرعلي حاجي زاده پرون اعلان وکړ چې دا توغندی په ۱۶۵۰ کیلومتره واټن کې اهدف په نښه کولای شي.

څارونکي په دې باور دي چې د روسیې له خوا د اوکراین په جګړه کې د ایران د بې پیلوټه الوتکو کارولو ته په پام سره پرونی اعلان ښايي د لوېدیځو هېوادونو اندېښنې لا زیاتې کړي.

حاجي زاده همداراز د سپاه پاسداران د قدس ځواک د پخواني قوماندان قاسم سلیماني له قاتلانو د غچ اخیستو ژمنه وکړه ویې ویل چې دوی د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډټرمپ د وژلو هڅه کوي.