د کابل ښار ځينې دوکانداران: د پلور د کمښت له کبله د ماليې ورکولو توان نه لرو

د کابل ښار یوه څنډه

د کابل ښار یو شمېر دوکانداران وايي، د دوی د پلور بازار ورځ تر بلې مخ په کمېدو دی او نه شي کولای مالیه ورکړي.

د کابل ښار یو اوسېدونکی نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم راپور کې واخیستل شي، وايي، د عکاسۍ او فوټو کاپۍ دوکان لري.

هغه وويل، مخکې یې کار ښه و، خو د ښوونځیو او پوهنتونونو تر تړل کېدو ورسته یې اوس د کار چندان خوند نه شته او د هر ډول مالیې ورکړه ورته ستونزمنه ده.

نوموړي زياته کړه: "شل ډوله مالیې یې راباندې وضع کړي، نه پوهېږم، دا د دوکان مالیه، دا د جواز مالیه، دا د برښنا لګښت، دا د لوحو لګښت. ستونزې شته، پوره کول یې سخت دي. دا اوس مې د دوکان د کرایې وخت پوره شوی، زه نه شم کولای چې کرایه مې پر وخت ورکړم. څو وار مالیه هم راباندې راغله، یو ځلې یې پاڼه راکړه، پیسې راسره نه وې چې تحویل یې کړم، راغلل زموږ دوکان یې مهر اولاک کړ، مجبوره شوم قرض مې وکړ چې د دوکان مالیه ورکړم."

دوکانداران وایي، د هغې مالیې سربېره چې پخوا یې هم دولت ته ورکوله اوس د دوکان د شیشو په سر له لیکنو او سټیکرونو هم مالیه ورکوي.

د کابل ښار یو بل دوکاندار احمد سیر ازادي راډیو ته وویل: "ستونزې ډېرې دي. ستونزې دومره دي چې یو دوکاندار په هېڅ ډول خپل کار مخته نه شي بيولای. که د مالیې له لحاظه ووایو، د کال ۵۰۰۰ یا ۷۰۰۰ هر دوکان چې کارونه توپیر لري، مالیه ورکوي او د مالیې تر څنګ د لوحې ټیکس دی چې په متر ۵۰۰ افغانی دی، د دوکان د جواز هم باید د کال هر دوکاندار ۳۰۰۰/۴۰۰۰ افغانۍ تحویل کړي، د دې تر څنک د دوکان کرایه هم وي، برښنا وي او همداسې نور مصارف هم لري."

د طالبانو په کنترول کې د مالیې وزارت

خو د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت پر دوکاندارانو د مالیاتو زیاتول ردوي او وایي چې مالیه راټیټه شوې او د مالیاتي بهیر د ړوڼتیا لپاره په ښارونو او ولسوالیو کې ټول دوکانداران د دغه وزارت له خوا ثبت شوي دي.

د یاد وزارت ویاند احمد ولي حقمل ازادي راډيو ته وویل چې د اسانتیا په خاطر یې ټول پاتې پخواني مالیات معاف کړي.

حقمل زیاتوي: "د مالیې وزارت د مالیې نورم نه دی ډېر کړی بلکې برعکس د دوکاندارانو او اصنافو خرڅلا او د دوی اقتصادي وضعيت ته په پام سره مالیاتي نورم چې مخکې ۱.۵ ٪ وه، اقتصادي وضعيت ته په کتو ۰.۵ ٪ ته ټيټ کړی دی او هم ټول هغه مالیاتي جرایم چې کلونو کلونه پاتې وه هغه یې هم معاف کړي دي."

په ورته وخت کې د طالبانو حکومت په مشرۍ کابل ښاروالي وایي، هره لیکنه او لوګو چې د دوکان د تبلیغاتو لپاره وي، د لوحې په ټیکس کې شاملېږي او باید ښاروالۍ ته ورکړل شي.

د یادونې ده چې مخکې تر دې هم په کابل او ولایتونو کې دوکاندارانو د لوړو مالیوو د ورکړې خبره مطرح کړې او د طالبانو له حکومت یې غوښتي چې په دوی یې بوج کم کړي.