د جرمني صدراعظم نوي ډیلي ته رسېدلی

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ نن شنبه د هند پلازمېنې نوي ډیلي ته ورسېد او ټاکل شوې له خپل هندي سیال سره په اوکراین کې د روسیې پر جګړه او د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وکړي.

په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د هند له صدراعظم نریندرا مودي سره تر یوځای کېدو وروسته شولڅ وویل: "زموږ د هېوادونو د پرمختګ او د نړۍ د سولې لپاره به پر ټولو اړوندو موضوعاتو بحث وکړو."

دا هند ته د جرمني د اوسني صدراعظم لومړی رسمي سفر دی، خو په ۲۰۲۱م کال کې له صدراعظم کېدو وروسته یې دا له مودي سره څلورمه کتنه ده.

تمه کېږي د جرمني صدراعظم به پر اوکراین د یرغل له کبله د روسیې په وړاندې د اروپا او د امریکا متحدو ایالتونو توند دریځ ته د هند د ملاتړ جلبولو هڅه هم وکړي.

د هند صدراعظم پر اوکراین د یرغل له کبله پر روسیې له هر ډول انتقاد کولو ډډه کړې ده.

مسکو د نوي ډیلي لپاره د وسلو له عمده صادروونکو دی، تر څنګ یې هند ته تېل او نورې اقتصادي اړتیاوې برابروي.