اروپايي ټولنه پر روسیې نوي بندیزونه لګوي

د اروپايي ټولنې مرکزي دفتر

اروپايي ټولنې پر اوکراین د روسیې د یرغل له کبله پر مسکو د نویو بندیزونو له لګولو سره موافقه وکړه.

پر اوکراین د روسیې د یرغل پرون کال پوره شو او د تازه بندیزونو اعلان پرون سویډن وکړ چې دا مهال د اروپايي ټولنې دوره يي مشري کوي.

دا د روسیې تر یرغل وروسته د اروپايي ټولنې د بندیزونو لسمه بسته ده چې په هغو کې پر هغو اشخاصو او شرکتونو هدفمند محدودوونکي اقدامات شامل دي چې د دې جګړې ملاتړ کوي، دغه راز پروپاګند خپروي یا یې هم روسیې ته بې پېلوټه الوتکې ورکړي چې د اوکراین په جګړه کې یې وکاروي.

ټاکل شوې دغه بندیزونه نن شنبه نهايي تصویب شي.

ویل شوي د محدودیتونو په فهرست کې د شاملو اشخاصو او شرکتونو لېست به د اروپايي ټولنې پر ویبسایټ خپور شي.