د بېلاروس ولسمشر چین ته په رسمي سفر ځي

د بېلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو

ټاکل شوې د بېلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو راروانه سې شنبه چین ته په رسمي سفر لاړ شي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوا چون ینګ وویل: "لوکاشینکو به د چین د ولسمشر شي جین پینګ په بلنه د فبروري له اتمه ویشتمې د مارچ تر دویمې نېټې چین ته سفر وکړي."

لوکاشینکو د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین له نږدې متحدانو دی چې پر اوکراین یې د روسیې د یرغل ملاتړ کړی دی.

بېلاروس په مالي او سیاسي لحاظ پر خپل ګاونډي هېواد روسیې متکي دی.