طالبان: د تورخم دروازه د هر راز تګ راتګ پر مخ پرانيستل شوه

د تورخم دروازه

‏په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وايي، سر له نن څخه د تورخم دروازه د هر راز تګ راتګ پر مخ پرانيستل شوه.

د طالبانو په کنترول دې سفارت نن سهار په يوه ټويټ کې وويل: "د تورخم دروزاه سر له نن شنبې د فبرورۍ ۲٥مه، د هر ډول تګ راتګ پر مخ له دواړو طرفونو خلاصه شوه."

د تورخم دروازه د طالب ځواکونو او پاکستاني ملېشو تر نښتو وروسته شاوخوا پنځه ورځې مخکې تړل شوې وه او پرون که څه هم طالبانو پرانیستې وه، خو د پاکستان لوري بېرته وتړله.

پرون د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ويلي وو چې د تورخم د بندېدو له کبله افغان سوداګرو ته د ورځې تر لس میلیونه افغان تاوان رسېږي.

طالبانو دغه دروازه تېره اوونۍ له دې امله تړلې وه چې د دوی په وينا پاکستاني لوري خپلې کړې ژمنې نه وې عملي کړې.

طالبانو د دغو ژمنو په اړه جزييات نه وو ورکړي.