امریکا پر ځینو روسي شرکتونو، بانکونو، تولیدوونکو او اشخاصو تازه بندیزونه ولګول

د امریکا د خزانې وزارت

د امریکا متحدو ایالتونو د روسیې پر ځینو شرکتونو، بانکونو، تولیدوونکو او اشخاصو تازه بندیزونه اعلان کړل.

دغه بندیزونه د دې لپاره لګول شوي چې دغو شرکتونو او اشخاصو له روسیې سره مرسته کړې وه چې د روان کال په لومړیو کې له لګول شویو بندیزونو په بچ پاتې کېدو کې مرسته کړې وه.

له څووم وار دی چې پر روسیې پر اوکراین د غیرموجه یرغل له کبله دا ډول بندیزونه لګول کېږي.

د روسیې د وسپنې او کانونو سکټور هم د امریکا د خزانې وزارت په بندیزونو کې په نښه شوي دي.

دا تر ټولو پام وړ بندیزونه ګڼل شوي دي.

دغه اقدام د اوو صنعتي هېوادونو د ډلې یا G7 د متحدانو په همږغۍ شوی، څو ۲۵۰ اشخاص او شرکتونه په نښه کړي، بانکونه په مالي لحاظ له محدودیتونو سره مخامخ شي، د وسلو کاروباریان او د ټکنالوژۍ کمپنۍ چې د وسلو له تولید سره ارتباط لري په نښه شي.