د تورخم دروازه په مشروط ډول پرانيستل شوه

د تورخم دروازه، ارشيف

د طالبانو د ننګرهار ولايت مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي دي، د تورخم دروازه په مشروط ډول پرانيستل شوه.

اعلاميه کې راغلي، ياده دروازه د دواړه لوريو ترمنځ له مذاکراتو وروسته يوازې افغانستان ته د راتلونکو افغان مسافرو او دغه راز له افغانستان پاکستان ته د اوښتونکو پاکستاني مسافر لپاره پرانيستل شوې.

د ننګرهار ولايت د طالبانو ځايي چارواکي وايي، هڅه کوي چې د تورخم دروازه په بشپړ ډول د ټولو مسافرو او ټرانزېټ پر مخ خلاصه کړي.

د تورخم دروازه طالبانو د سلواغې په دېرشمه وروسته له‌هغې وتړله چې پاکستاني لوري يو افغان ناروغ ته د اوښتو اجازه ور نه‌کړه.

که څه هم تېره ورځ ياده دروازه د طالبو له لوري پرانيستل شوه خو د پاکستان له لوري بېرته وتړل شوه.

د دروازې د تړل کېدو له امله دواړه غاړو ته زرګونه مسافر بند پاتې دي او سوداګريزه برخه کې د ميليونونه افغانيو د زيان اوښتو خبر ورکول شوی دی.