د جرمني صدراعظم د اوکراين د ملاتړ ژمنه کړې

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ

جرمني وايي، د اوکراین کلک ملاتړ ته به د اړتیا تر وخته دوام ورکړي.

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ نن پر اوکراین د روسیې د یرغل د کلیزې په مناسبت په یوه ویډیويي وینا کې وویل، هغه څه چې ټول یې ډېر هڅولي دي، د اوکراین د خلکو زړورتیا ده چې څنګه د خپل هېواد د خپلواکۍ دفاع کوي.

ښاغلي شولڅ زیاته کړه چې له اوکراین سره د مالي- بشري مرستو او پوځي همکاریو په برخو کې د جرمني د مرستو کچه تردې دمه له ۱۴ میلیارد ډالرو څخه اوښتې ده خو د جرمني صدراعظم دا یادونه هم وکړه چې حکومت به یې تر وسې وسې هڅه وکړي چې د اوکراین جګړه د ناټو او روسیې ترمنځ په جګړه بدله نه‌شي.

تر دې مخکې د امريکا ولسمشر جو بايډن کيف ته د خپل سفر پر مهال ويلي وو، د اړتيا تر وخته به د اوکراين ملاتړ ته دوام ورکوي.