د محمد اشرف‌ غني نوم د هغو ولسمشرانو په ډله کې راغلی چې جوبايډن ته يې ارزښتمنې ډالۍ ورکړي

د امريکا ولسمشر جوبايډن او پخوانی افغان ولسمشر محمد اشرف غني په سپينه ماڼۍ کې، انځور - ارشيف

د افغانستان د پخواني جمهور رئیس محمد اشرف غني نوم د هغو مشرانو په ډله کې راغلی چې د امریکا ولسمشر جوبایډن ته یې ارزښتمنې ډالۍ ورکړي.

د امریکا د تشریفاتو ادارې د یوه رسمي سند له‌مخې چې پنجشنبه خپور شوی، پخواني افغان ولسمشر اشرف غني د ۲۰۲۱ کال په جون کې د سویس په جنوا کې له خپل امریکايي ساري جوبایډن سره په لیدنه کې هغه ته د ۹۶۰۰ ډالرو په ارزښت یوه افغاني ورېښمنه غالۍ ډالۍ کړې.

همدارنګه د افغانستان پخوانۍ لومړۍ مېرمن رولا غني د امریکا د ولسمشر مېرمن/لومړۍ مېرمن جېل بایډن ته د ۱۹۲۰۰ ډالرو په ارزښت یوه یوه افغاني ورېښمنه غالۍ ډالۍ کړې.

د امریکا د تشریفاتو ادارې په سند کې د نړۍ د لسګونو هېوادونو د مشرانو نومونه راغلي چې ۲۰۲۱ کال کې یې ولسمشر بایډن ته ډالۍ ورکړي.

له دې ډلې د روسیې د ولسمشر ولادمیرپوتین نوم هم د رسنیو پام ور اړولی چې د ۱۲۰۰۰ ډالرو په ارزښت یو میناتوري لوښی يې ولسمشر بایډن ته ډالۍ کړی.

بایډن خپل روسي سیال پوتین ته هغه عینکې ډالۍ کړي چې دی یې تل په سترګو کوي.

له دې چې ولسمشر بایډن د مجر او چمپ په نوم دوه جرمن شېپهرډ سپیان درلودل د برېټانیا پخواني صدراعظم بوریس جانسن د هغه سپیانو ته د خوړو کاسه او د وړیو بړستنې ډالۍ کړي.

چمپ مړ شوی خو مجر لا هم له بایډن سره دی.