ټاکل شوې د روسيې او هند بهرنيو چارو وزيران د افغانستان په اړه خبرې وکړي

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګی لاوروف

روسیه وايي، د بهرنیو چارو وزیر به یې راتلونکې میاشت په ډیلي کې د شلو ډلې هېوادونو په غونډه کې د ګډ‌ون ترڅنګ له خپل هندي ساري سره د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

ټاکل شوې ده چې، د شلو ډلې یا جي۲۰ د بهرنیو چارو وزیران د راروان مارچ په لومړۍ او دوهمه په ډیلي کې غونډه وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند پرون (پنجشنبه) وویل چې، سرګی لاوروف به په هند کې درې ورځې تېرې کړي او له هندي چارواکو سره به د افغانستان او اسیا پر امنیتي مسلو خبرې وکړي.