سرچينې: تخار کې د يوې چاودنې له امله لس تنه وژل شوي دي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د تخار ولايت موقعيت

په تخار کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې، د دغه ولایت په مرکز تالقان ښار کې د چاودنې له کبله ۱۰ تنه وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

دغو سرچینو، چې د نوم له ښودلو یې ډډه کوله، د ازادي راډیو خبریال ته وویل، پرون ماښام د تالقان ښار په مرکزي څلور لاره کې د طالبانو د استخباراتو په یوه موټر کې اېښودل شوی ماین وچاودېده.

له بلې خو ځینو نورو ځايي رسنیو ویلي چې، په دې پېښه کې ۴ تنه طالبان وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.

طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ویلي او د پېښې مسوولیت هم تر دې دمه چا په غاړه نه‌دی اخیستی.