د اسپانيا صدراعظم اوکراين ته تللی

د اسپانیا صدر اعظم پدرو سانچز

پر اوکراین د روسیې د ناموجه یرغل د یو کلنۍ په درشل کې نن د اسپانیا صدر اعظم پدرو سانچز کیف ته رسېدلی دی.

د اسپانیا د صدر اعظم دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي چې، د اوکراین د بهرنیو چارو مرستیال وزیر، په مادرید کې د اوکراین سفیر او کیف کې د اسپانیا سفیر د اسپانیا د صدر اعظم هرکلی کړی دی.

د اسپانیا صدر اعظم داسې مهال اوکراین ته سفر کوي چې تېره ورځ د امریکا ولسمشر جوبایډن کیف او وارسا ته خپل څلور ورځنی سفر پای ته ورساوه.

بایډن اوکراین ته د سفر پر مهال خپل اوکرایني سیال ولودمیر زلنسکي ته د اوږدمهاله ملاتړ ډاډ ورکړ.

بایډن اوکراین سره د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د پوځي مرستو ژمنه هم وکړه.