د تورخم دروازه بېرته د تګ راتګ لپاره پرانيستل شوه

تورخم دروازه

د تورخم دروازه له څو ورځو تړل کېدو وروسته، نن سهار د ټولو مسافرو او موټرو پر مخ بېرته پرانيستل شوه.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس د ننګرهار د سیمه‌ییزو مسوولینو له قوله خبر ورکړی چې، دغه دروازه د طالبانو او د پاکستاني لوړ پوړو مسوولینو له‌خوا د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانيستل شوه.

تر دې مخکې په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت تېر ماښام په یوه ټویټ کې ویلي و چې، دغه دروازه به نن بېرته پرانيستل شي.

په تېرو څلورو ورځو کې چې دغه دروازه تړلې وه، دواړه لورو ته په زرګونو مسافر او موټر بند پاتې وو.

د تورخم دروازه وروسته له هغې بېرته پرانيستل کېږي چې، پرون د پاکستان د دفاع وزیر په مشرۍ یوه جګ‌پوړي پلاوي کابل ته په سفر کې د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره د دواړو هېوادونو اړوند مهمو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.