کندز کې پر غوايانو د قولبې کولو دود اوس هم ژوندی دی

کندز کې يو کروندګر چې د خپلې کروندې لپاره له غوايانو ګټه اخلي.

که څه هم په اوسني وخت کې د نړۍ په نورو هېوادونو کې د کرنې د مېکانيزه کولو په برخه کې ډېر پرمختګونه شوي دي، خو افغانستان لا هم دې برخه کې وروسته پاتې دی.

د هېواد په بېلابېلو برخو کې یو شمېر کروندګر خپلې کروندې اوس هم د غوایانو او نورو څارویو په وسیله قولبه کوي او نورې کرنیزې چارې هم په دودیزه توګه ترسره کوي.

پنځوس کلن عبدالله خان د کندز د ګلتپې ولسوالۍ د قلاچې په سیمه کې د خپلې ځمکې په قولبه کولو بوخت دی.

هغه ازادي راډيو ته پر غوايانو د ځمکې د قولبه کولو په اړه وويل: "له تراکتور نه د غوایانو قولبه کې زموږ ګټه ده. خپله تراکتور نه‌لرو که کرایي تراکتور راولو هغه په ساعت کې ۱۵۰۰ افغانۍ اخلي، موږ ته ګټه نه‌کوي. بل تراکتور ځمکه جګ او ټيټه غورځوي، خو غوایان یو ډوله هواره ځمکه قولبه کوي. د غوایانو لګښت لږ دي او د تراکتور مصرف زیات دي."

"له تراکتور نه د غوایانو قولبه کې زموږ ګټه ده.

دهغه په وینا، که غوایان ښه تیار او اباد وي په یو ورځ کې دوه جریبه ځمکه اړوي.

نوموړی وايي: "چې تکړه او تیار غوایان وي له سهاره تر غرمې پورې یو نیم تر دوه جریبه ځمکه پورې اړوي. که حکومت دهقانانو ته خدمت وکړي، په للمو کې څاګانې وکېندې او د ابي ځمکو د اوبو بندونه جوړ کړي، حاصلات زیاتیږي او بیا موږ بهرنیو مرستو ته اړتیا نه پيدا کوو."

کندز کې يو کروندګر

د ګلتپې ولسوالۍ د قلاچې په سیمه کې یو شمېر نور کروندګر هم بوخت دي او د پسرلې کښت لپاره خپلې ځمکې اړوي.

له دوی څخه محمد رحيم وايي: "همدا دهقاني زموږ کسب او کار دی او خپل روزګار پرې چلوو.تېل قیمته دي او که په تراکتور ځمکه قولبه کړو ډېر لګښت پرې راځي، نو په همدې خاطر موږ خپلې ځمکې په غوایانو قولبه کوو. د ورځې یو نیم جریبه ځمکه قولبه کوو. د قولبې یو ښه غوايي له یو لک نیولې تر یو لک او شل زره افغانۍ قیمت لري."

"پخوا چې تېل ارزانه وو، پر غوایانو باندې چا دومره کار نه کاوه

دوی د طالبانو له سرپرست حکومت غوښتنه کوي، چې دکرنې د مېکانیزه کولو په برخه کې پانګونه وکړي، چې بزګران له کرنیزو اسانتیاو برخمن شي او له خپلو کروندو ښه حاصلات ترلاسه کړي.

د ګلتپې ولسوالۍ یو بل ګروندګر محمدالله ازادي راډیو ته وویل: "پخوا چې تېل ارزانه وو، پر غوایانو باندې چا دومره کار نه کاوه، خلکو زیاتره کار په تراکتورونو باندې کول. خو اوس چې تېل قېمته شوي دي، نو خلکو بېرته غوایانو ته مخه کړه. د دهقانانو وس نه رسیږي چې تراکتور باندې خپلې کروندې قولبه کړي، ځکه تراکتور د ساعت قولبې په بدل کې ۱۵۰۰ افغانۍ غواړي."

کندز کې يو کروندګر

د کندز د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ د ریاست د کرنیزو چارو کارپوه محمد منیر نیازي ازادي راډیو ته وویل، د کرنې وزارت له‌خوا د کرنې د مېکانیزه کولو لپاره هڅې روانې دي.

نوموړي وويل: "د کندز په اکثره سیمو کې کرنیزې چارې د تراکتورونو او د ماشینرۍ په وسیله ترسره کېږي. ډېر محدود ګروندګر خپلې ګروندې د غوایانو په وسیله قولبه کوي. له تېرو کلونو راهیسې د کرنې د مېکانیزه کولو لپاره هڅې روانې دي. د تېر نظام پر مهال هم پر بزګرانو تراکتورونه وېشل شوي وو او تېر کال هم د دې ولایت بزګرانو ته لس عرادې تراکتورونه ورکړل شوي وو. د کرنې د مېکانیزه کولو لپاره لا هم هڅې روانې دي."

کندز په شمال ختيځ زون کې د افغانستان له مهمو کرنیزو ولایتونو څخه شمېرل کېږي.

د معلوماتو له‌مخې د دې ولایت ۸۰ سلنه وکړې پر کرنې او مالدارۍ بوخت دي او کلني عواید یې هم په همدې دوه برخو تکیه دي.