د فنلنډ ولسمشر وایي، هېواد یې له سویډن سره په ګډه په ناټو کې د غړیتوب هڅه کوي.
سویلي نینیستو Sauli Niinisto پرون چهارشنبه وویل، ناټو کې د فنلنډ او سویډن د غړیتوب تایید د دوی په لاس کې نهدی.
اوس د ناټو د ټولو دېرشو غړو هېوادونو له ډلې یوازې ترکیه د شمالي اتلانتیک له تړون سره د فنلنډ او سویډن د یو ځای کېدو مخالفه ده.
فنلنډ او سویډن تېر کال وروسته تر دې ناټو کې د غړیتوب غوښتنه وکړه چې روسیې پر اوکراین یرغل پيل کړ.