ټاکل شوې انتوني بلېنکن او د ملګروملتونو سرمنشي له اوکراين د غله‌جاتو پر صادراتو خبرې وکړي

اوکراين د غنمو حاصلات

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتېرش سره وګوري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له‌مخې، د بلېنکن او ګوتېرش په خبرو کې به د اوکراین په ملاتړ او له دغه هېواد د غلو دانو د صادراتو پر تفاهم لیک خبرې وشي.

له اوکراینه د غلو د صادراتو هوکړه د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب عملي شوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې بلېنکن به په دغې غونډه کې له نورو هېوادونو وغواړي چې د اوکراین د سولې لپاره د ملګرو ملتونو د ګامونو ملاتړ وکړي.