د افغانستان د ګنګل شویو پیسو په اړه د یوې امریکايي محکمې له پرېکړې هرکلی

ارشیف: د نیویارک یوه محکمه

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست او یو شمېر عامو افغانانو د سپټمبر د یوولسمې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د افغانستان د کنګل شویو پیسو د یوې برخې د نه ورکولو په اړه د امریکا د نیویارک د منهاټن محکمې د پریکړې هرکلی کړی.

احمد شکیب د هرات ولایت اوسېدونکی دی.

نوموړی وايي، دا چې د افغانستان خلک د سپټمبر د یوولسمې نېټې د بریدونو مسوول نه دي، د امریکا محکمې د سپټمبر د یوولسمې د قربانیانو کورنیو ته د افغانستان د کنګل شویو پیسو د نه ورکولو په اړه سمه پرېکړه کړې ده.

نوموړي د دې قضیې عاملانو ته په اشارې سره ازادي راډیو ته وویل: "د سپټمبر د یوولسمې نېټې په پېښو کې د افغانستان خلک هېڅ رول نه لري. دا تحول یا دا برید د القاعدې ډلې له خوا په امریکا کې وشو او د افغانستان خلک له دې مسئلې سره هېڅ ډول تړاو او مسوولیت یې نه لري او کنګل شوې پیسې د افغانستان د خلکو پیسې دي."

د کابل اوسېدونکې راحله هم وايي، د افغانستان خلک د سپټمبر د یوولسمې د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي لري، خو امریکا یې باید تاوان د افغانستان له خلکو وانه خلي.

هغې وویل"زه د محکمې د دې پرېکړې هرکلی کوم چې دوی نه غواړي د افغانستان او د افغانستان د خلکو پیسې د سپټمبر د یوولسمې نېټې د پېښې قربانیانو ته ورکړي او دا په دې معنی نه ده چې موږ دوی سره انساني خواخوږي او همدردی نه لرو. امریکا باید داشان چلند ونه کړي چې ګوندې د هغه برید مسوولیت افغانستان یا د افغانستان خلکو درلود."

دا په داسې حال کې ده چې د نیویارک د منهاټن د محکمې قاضي جورج ډانیل د سې شنبې په ورځ پرېکړه وکړه چې د سپټمبر د یوولسمې د قربانیانو کورنۍ په متحده ایالاتو کې د افغانستان د درې نیم میلیارد ډالرو ګنګل شویو پیسو د ترلاسه کولو حق نه لري.

هغه وويل چې د طالبانو حکومت د امريکا له خوا په رسميت نه دی پېژندل شوى، نو په خبره یې د هغه هېواد محکمې په دې اړه د پرېکړې واک نه لري.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق هم د امریکا د سیمه ییزې محکمې د دې پرېکړې هرکلی کړی.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق

فایق پر خپله ټویټرپانه لیکلي: "د ترهګرۍ ټول قربانیان د عدالت او غرامت مستحق دي، خو له اصلي عاملانو څخه."

د نیویارک د منهاټن د محکمې قاضي استدلال وکړ چې د طالبانو حکومت چې له قانوني پلوه مشروع نه دی، که د افغانستان کنګل شوې پیسې د قربانیانو کورنیو ته ورکړل شي، دا د طالبانو حکومت ته د مشروعیت ورکولو په معنا ده.

نوموړي د سپټمبر د يوولسمې د پېښې پړه هم پر طالبانو واچوله او زياته يې کړه چې په دې پېښه کې د افغانستان خلکو او ړنګ شوي حکومت هېڅ رول نه درلود.

خو د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې دغه پيسې بايد ژر تر ژره افغانستان ته واستول شي.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "دا ښه خبره ده چې د هغو پیسو له وېش یا ورکړې انصراف شوی. دغه شان هغه دعوا چې دا پیسې باید یادو کورنیو ته ورکړي ناسمه وه، ځکه دا پیسې د افغانستان د خلکو دي او د افغانستان خلک پرې حق لري نه نور خلک."

خو د سپټمبر د یوولسمې نېټې د قربانیو کورنیو د قاضي د دې پرېکړې په غبرګون اعتراض او استېناف غوښتنه یې کړې ده.

د امريکا ولسمشر جوبايډن د تېر کال په فبرورۍ مياشت کې اعلان وکړ چې د افغانستان د مرکزي بانک د اووه میليارده ډالره ګنګل شویو پیسو نيمايي به د سپټمبر د يوولسمې نېټې د بريدونو د قربانيانو قضايي دعوا او پاتې نورې به د افغانستان خلکو ته ورکړل شي.

د امريکا ولسمشر جوبايډن

د سپټمبر د یوولسمې نېټې په مسئله کې افغانستان ځکه ښکېل ګڼل کېږي چې د القاعده شبکې لخوا دا برید په امریکا کې هغه مهال وشو چې طالبان پر افغانستان واکمن او د دې شبکې مشران په هغه هېواد کې وو.

همدا مسئله په افغانستان کې د امریکا او د متحدانو تر منځ یې د شل کلنې جګړې د پیل لامل هم وه چې بلاخره د ۲۰۲۱ د کال په اګست میاشت کې پای ته ورسېده.