د ښځو ترمنځ د کرېکټ نړیوال جام؛ د نیمه پایلوبو لوبډلې معلومې شوې

د ښځو د کرېکټ نړيوال جام سيالي

د کرېکټ نړیوالې شورا له لوري په سویلي افریقا کې د ښځو ترمنځ شل اوریز نړیوال جام د نیمه پایلوبو پړاو ته ورسېدې.

په لومړۍ نیمه پایلوبه کې به د فبرورۍ په ۲۳مه نېټه اسټرالیا د هندوستان پر وړاندې لوبه وکړي او په ۲۴مه نېټه انګلستان د کوربه سویلي افریقا پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته وځي.

په دې سیالیو کې لسو هېوادونو برخه درلوده چې د پاکستان په ګډون ۶ لوبډلې له مخکې تګ پاتې شوې.

بنګله‌دېش او ایرلینډ هغه هېوادونه و چې خپلې ټولې لوبې یې وبایللې.

د دې سیالیو پایلوبه به د فبرورۍ میاشتې په ۲۶مه نېټه ترسره شي.

د ویلو ده چې د ښځو شل اوریزو نړیوالو سیالیو ډېر جامونه اسټرالیا ګټلي دي.