د اوکراين د جګړې په اړه د پوتين پر څرګندونو د امريکا ولسمشر غبرګون ښودلی

د امريکا ولسمشر جو بايډن

د امریکا ولسمشر په اوکراین کې د جګړې د کلیزې په درشل کې د خپل روسي سیال د څرګندونو په وړاندې غبرګون وښود.

ولادمیرپوتین ویلي چې، د دوهم کال لپاره به هم دغه جګړې ته دوام ورکړي.

جو بایډن د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې په خپله وینا کې وویل، پر اوکراین د روسیې یرغل به د نړیوال ایتلاف په وړاندې چې د کییف ملاتړ کوي، له ماتې سره مخامخ شي.

د امریکا ولسمشر پر اوکراین د روسیې د یرغل د یوې کلنۍ په درشل کې له دې هېواد څخه پر یوه پیاوړي او دوامداره ملاتړ ټینګار وکړ.

بایډن وویل، د اراضي او قدرت لپاره د پوتین تمه او هوس به له ماتې سره مخ شي او د اوکراینانو مینه به چې له خپل هېواد سره یې لري کامیابه شي.

بل سبا د فبرورۍ ۲۴ پر اوکراین د روسیې د بې دلیله یرغل یو کال پوره کېږي.