د ايران د اپوزيسيون مخکښ غړی جمشيد شارمهد د مرګ په سزا محکوم شوی

په امریکا کې دېره د ایران د اپوزیسیون ډلې یو مخکښ غړی چې په ایران کې بندي دی، په ۲۰۰۸م کال کې پر یوه جومات د مرګونې حملې په تنظیم تورن شو.

ایراني چارواکو پرون وویل، چې جمشید شارمهد د مرګ په سزا محکوم شوی دی.

ایران وايي شارمهد چې د ایران او جرمني تابعیت لري، چې د عمر په شپېتمو کلونو کې په امریکا کې اوسېده.

ایران وايي دی د هغې وسله‌والې ډلې مشر دی، چې ایران ته بېرته د هغه شاهي نظام د راتلو ملاتړ کوي، چې په ۱۹۷۹م کال کې نسکور شوی دی.

د جمشید شارمهد کورنۍ وايي، هغه یوازې د اپوزیسیون ډلې ویاند و او په کومه حمله کې یې لاس نه درلود.

د هغه کورنۍ د ایران استخبارات تورنوي، چې شارمهد یې په ۲۰۲۰م کال په دوبۍ کې ونیوه.