د څارنوالان ټولنه: له دندو ګوښه شوي څارنوالان پاکستان کې بې‌برخليکه پراته دي

د لوی څارنوالۍ لوحه

د څارنوالانو ټولنه وايي، پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیاټینګولو وروسته له دوه زره تر دوه نیم زره څارنوالان له دندو وشړل شول او په دې موده کې ۳۰ تنه یې په افغانستان کې وژل شوي دي.

د څارنوالانو ټولنه وايي، له ۲۰۰ تر ۲۳۰ پورې څارنوالان دا مهال په پاکستان کې له خپلو کورنیو سره په بد وضعیت کې شپې ورځې سبا کوي.

د دې ټولنې غړو پرون په یوه کنفرانس له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه، چې له پاکستانه نورو هېوادونو ته د دغو پخوانیو څارنوالانو په لېږدولو کې همکاري وکړي.

"شا و خوا ۲۰۰ تنه په پاکستان کې اوسو، چې په سخت بحران کې ژوند کوو.

پخوانۍ څارنواله ماریا صافۍ وايي: "شا و خوا ۲۰۰ تنه په پاکستان کې اوسو، چې په سخت بحران کې ژوند کوو. که اوبه ولرو، ډوډۍ نه‌لرو، که ډوډۍ ولرو اوبه نه‌لرو. د کورونو کرایې لوړې دي، له زده‌کړو بې‌برخې پاتې یو. صحي خدمات نه‌لرو. له ډېرو ستونزو سره لاس و ګرېوان یو."

د څارنوالانو ټولنې پرون په پاکستان کې د خپل موجودیت د اعلان تر څنګ وویل، دوی غواړي نړیواله ټولنه د پخوانیو څارنوالانو ستونزو ته پام وکړي، چې د ټروریزم د بېلابېلو قضیو په څېړلو کې یې همکاري کړې وه.

پاکستان کې يو شمېر افغان کډوال چې خبريالان او د پخواني نظام بېلابېل کارکوونکي دي.

د دې ټولنې د تصمیم نیونې د بورډ غړي، محمد عابد اندرابي ازادي راډیو ته وویل، دوی پرونی پروګرام د دې لپاره جوړ کړی و، چې له دندو د لیرې کړای شویو څارنوالانو ستونزو ته پام وشي.

ښاغلی انداربي وايي: "د دې پروګرام او محفل د جوړولو هدف د ټولنې د موجودیت د اعلان تر څنګ د دې زیان منوونکي قشر د غږ اوچتول و، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې د ملي حاکمیت، بشري حقونو او ډیموکراسۍ د ملاتړ لپاره کار کړی، چې نړیوال سازمانونه یا هم مهاجر منونکي هېوادونه یې واوري او زموږ ستونزو ته پام وکړي."

د ۲۰۲۱م کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیاټینګولو وروسته په افغانستان کې د تېر نظام په لسګونو زره کارکوونکي له دندو وشړل شول.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۲م کال د جولای میاشتې د راپور له‌مخې د طالبانو له عمومي عفوې سره- سره د ۲۰۲۱م کال د اګست له ۱۵مې د ۲۰۲۲م کال تر جون میاشتې پورې لږ تر لږه ۱۶۰ پخواني دولتي چارواکي او امنیتي منسوبین د قانون له چوکاټ بهر وژل شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ۲۰۲۲م کال په راپور کې هم راغلي چې طالبانو د تېر حکومت امنیتي ځواکونه له وقفې پرته نیولي، شکنجه کړي او وژلي دي.

پخواني څارنوالان وايي، دوی هم په افغانستان کې ځانونه خوندي نه احساسوي، ځکه پاکستان ته په کډې کولو مجبور شوي او دې ته په تمه دي چې یوه بل هېواد کې د کډوالو په توګه ومنل شي.