د امريکا ولسمشر پولنډ ته رسېدلی

د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن د اوکراین پلازمېنې کیف ته له ناڅاپي سفر وروسته پرون ماښام د پولنډ پلازمېنې وارسا ته ورسېد.

بایډن اوکراین ته د سفر په مهال خپل اوکرایني سیال ته ژمنه ورکړه، تر هغو به یې ملاتړ ته دوام ورکړي چې اړتیا یې وي.

بایډن داسې مهال اوکراین او ګاونډي پولنډ ته یې سفر کړی چې پر اوکراین د روسیې یرغل همدې اوونۍ کې یو کلن کېږي.