برېتانيا پرون د ايران يو جګپوړی ډيپلوماټ احضار کړ

لندن کې د ايران سفارت

د برېتانیا حکومت پرون په لندن کې د ایران جګپوړی ډیپلومات احضار کړ او په دې هېواد کې دېره ایراني خبریالانو ته د ورپېښو جدي ګواښونو له کبله یې هغه ته خپل اعتراض وسپاره.

دا په داسې حال کې چې د برېتانیا وزارتونو په دې هېواد کې د ایران د فعالیتونو په اړه یوه تازه امنیتي ارزونه پیل کړې ده.

په لندن کې دېره یوې ټلوېزیوني شبکې چې د ایران پر حکومت انتقادونه کوي د شنبې په ورځ وویل چې، د خپلو ژوندیو خپرونو سټوډیوګانې د هغو ګواښونو له کبله چې په برېتانیا کې ورسره مخامخ ده، متحدوایالتونو ته انتقالوي.

د برېتانیا حکومت له دې مخکې د ایران پر دریو تنو قاضیانو، د سپاه پاسداران ځواک پر دریو غړو او دوو تنو والیانو د هغه څه له کبله بندیزونه اعلان کړي چې د بشري حقونو سرغړونې بلل شوې دي.