غور کې د سختې یخنۍ له امله دوه ماشومان مړه شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د غور ولايت موقعيت

په غور ولايت کې د سختې يخنۍ له امله دوه ماشومان مړه شوي دي.

په غور ولایت کې د طالبانو د والي ویاند عبدالواحد حماس بیګا ازادي راډیو ته وویل، دا دوه ماشومان د مرکز فیروزکوه په لوېدیځ کې د یوه کلي اوسېدونکي وو، چې بل کلي ته د تګ پر مهال په لاره کې یخ وهلي وو او مړي یې پرون سهار د هغوی کلي ته ولېږدول شول.

د دې ماشومانو نومونه نه‌دي اخیستل شوي خو ویل کېږي چې، یو یې اووه کلن او بل نهه کلن و.

د طالبانو د حکومت د رسمي معلوماتو له‌مخې سږ کال د ژمي د سړو او د واورو د ښوېدو په پېښو کې له سلو زیات کسان مړه شوي دي.

د هېواد په ځینو سیمو کې سږکال د سړو درجه منفي ۲۵ ته هم ورسېده.